
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان پرمختګ لپاره د بلوچستان پرمختګ اهميت لري ٬ د بلوچستان صلاحيت لرونكے افرادي قوت د هېواد قېمتي اثاثه ده ٬ د بلوچستان د پرمختګ اقدامات به روان وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده دا خبره د بلوچستان د وکيلانو د لوړې كچې قيادت سره په ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيز اعظم نذير تارړ، د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن صدر رؤف عطاء، د بلوچستان هائي کورټ بار ايسوسي ايشن صدر عطاء الله لانګو او د بلوچستان بار کونسل غړے خليل کاکړ هم موجود ٶ۔ په غونډه كښې د بلوچستان د موجوده امن و امان او سکيورټي په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان پرمختګ لپاره د بلوچستان پرمختګ د اهميت وړ دے٬ د بلوچستان صلاحيت لرونكے افرادي قوت د هېواد قېمتي اثاثه ده ٬ د بلوچستان د پرمختګ اقدامات به روان وي۔ پلاوي وزيراعظم ته خواست وكرو چې وفاقي حكومت دې بلوچستان كښې د امن و امان د صورتحال بهترۍ لپاره موثره كردار ولوبوي٬ په دې لړ كښې پلاوي په بلوچستان كښې قانوني كاروائيو سره سره سياسي او قبائيلي مشرانو سره مشاورت د مركزي اهميت وړ وګرځولو۔ پلاوي وزيراعظم په دې لړ كښې نورو سياسي مشرانو سره د خپلو ملاقاتونو نه هم خبر كړو۔ پلاوي وزيراعظم د دانش اسکولز د لارې په معاشي توګه د كمزورو طبقو زده كوٶنكو ته د اعلي تعليم وركولو د اقدام ستائنه وكړه او په خانزئۍ او منګوچر قلات كښې د دانش سکولونو جوړولو ئې خواست وكړو۔ پلاوي وزيراعظم د بلوچستان زده كوونكو ته د لوړو زده كړو لپاره په ماضي كښې په وركړې شوو د سلګونو په شمېر سکالر شپس پېرزوئنې وړاندې كړي او د دغې پروګرام د بيا پېل كولو ئې خواست وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم اړوند چارواكو ته په دې لړ كښې په سمدستي توګه د عملدرامد امر وكړو