پیښور ښار كښې د تجاوزات خلاف كاروائۍ كښې 252 كسان ونيولے شول

پېښور۔ 8 اپرېل (اے پي پي) سټي ټريفك پوليس پیښور د تجاوزات خلاف آپرېشن كولو كښې د روانې مياشت په وړومبۍ اونۍ كښې 252 كسان ونيول۔ د سټي ټيفيك پوليس د اړخه په ټول ښار كښې تجاوزات كوونكو ته پخپله د تجاوزات لرې كولو سپارښتنه شوې وه خو په هغې عمل درآمد نه كېدو د كوم په سبب چې پوليس په كاروائۍ كولو سامان قبضه كړو او 252 كسان يې ونيول۔ ياد دې وي سټي ټريفك پوليس په قانون عمل درآمد كولو لپاره په خاص توګه زده كوونكو او ښاريانو ته تربيه وركولو لپاره د ټريفك قوانين څخه خبرتيا په خاطر مختلف تعليمي ادارو سره او په نورو ځايونو تربيتي پروګرامز راجوړوي د كومو مقصد چې وګړي د پیښو نه ساتل او په ښار كښې په ټرافيك مسائل قابو موندل دي۔