د پي اېس اېل ميچونو امنيت لپاره د پوځ او رينجرز ډلې وغوښتلې شوې

لاهور 08 اپرېل (اے پي پي) داخله محكمې پنجاب په لاهور ٬ پېنډۍ او ملتان كښې د كېدونكو پاكستان سپرليګ ميچونو امنيت ټينګولو لپاره د پوځ او رينجرز ډلې غوښتې دي۔ د داخله محكمې پنجاب تر مخه په فول پروف سېكورټي كښې د پوليس معاونت لپاره د پوځ او رينجرز ډلې غوښتلې شوي دي۔ په لاهور ٬ پنډۍ او ملتان كښې د رينجرز ٬1 1 ونګ او د پوځ2 2٬ كمپنيو خدمات غوښتلې شوي۔ دغسې په درېو واړو سټېشنز د سپېشل سروسز ګروپ كمانډوز او د ارمي ايوي اېشن چورلكې هم غوښتلې شوي دي۔ د پاكستان سپر ليګ ايډېشن 10 ميچونه د 11 اپرېل نه تر 18 مئي شېډول دي۔ دغسې امنيت لپاره د ډلو خدمات د 6 اپرېل نه تر 19 مئي غوښتلې شوي۔