په سعودي عربستان كښې د نشې ګولو په قاچاق د اردن وګري ته د مرګ سزا وركړې شوه

اسلام آباد۔ 8 اپرېل (اے پي پي) سعودي عربستان كښې د نشې ګولو په قاچاق كولو د اردن يو وګړي ته د مرګ سزا وركړې شوه ۔ د اېس پي اے تر مخه د سعودي داخله وزارت وېنا ده د نشې ګولو په قاچاق كولو د اردن وګري ته د مرګ سزا په وركولو احكامات په الجوف سيمه كښې عمل درآمد وكړے شو۔ قانو نافذ كوونكو ادارو د اردن وګرے ابراهيم سلامه سالم په زيات شمېر د نشې ګولو د قاچاق په تور نيولے ؤ۔ په ابتدائي پلټنو كښې تورن د خپل جرم اعتراف كړے ؤ په كوم چې د هغه چالان كرېمنل عدالت ته وسپارلے شو۔ چرته جې په جرم ثابتېدو عدالت د نشه اي توكو قاچاق په جرم هغه ته د مرګ سزا واوروله