
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ګلف هېوادونو، اروپا٬ چين، امريکا او په نورو منطقو څخه د معدنيات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ هركلي كولو سره وئيلي دي پاکستان د کھربونو ډالرو معدني پانګو څخه په استفاده كولو د پور نه ځان خلاصولې شي٬ د معدنيات ويليو ايډيشن كولو سره به برامدات وده ومومي٬ دا سرمايه كاري ټولو لپاره ګټوره ده٬ سرمايه كارې كمپنۍ دې ځوانانو ته هنر وركولو كښې خپل كردار ولوبوي، په ګډه به پاكستان د نړۍ عظيم هېواد جوړوٶ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم 2025 ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ په دې موقع وفاقي وزيران، اعلٰي وزيران٬ د اسمبلۍ غړي او د پاك پوځ سرلښكر نه علاو د چين، عرب، خليج، امريکا او د اروپا پشمول د يو شمېر هېوادونو سفيران او كاروباري شخصيات هم موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم فورم كښې د غېر ملكي استازو هركلي كولو سره ووئيل زه د ستاسو پاكستان ته د راتګ هركلے كوم۔ وزيراعظم د فورم په كاميابه تابيا انتظاميه له مباركي وركولو سره ووئيل فورم سره به د ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو اعتماد زيات شي او دا فورم به د معدنيات په څانګه كښې په سرمايه كارۍ كښې د اضافې سبب جوړ شي