د ايچ بي ايل پاکستان سپر ليګ، ميچ آفيشلز نامې اعلان شوې ٬ 13 امپائرز او 7 مېچ ريفريز به ذمه وارۍ ترسره كوي

لاهور 07 اپرېل (اے پي پي) د ايچ بي ايل پاکستان سپر ليګ به د 11م اپرېل نه تر 18م مئي كېږي چې پكښې به 13 امپائرز او 7 مېچ ريفريز به ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د پي سي بي وياند له مخې د آئي سي سي په اېليټ پېنل كښې شامل احسن رضا، پال رائفل اوکمار دھرما سينا د امپائرز په پينل كښې شامل دي او د دې نه علاوه اليکس واف او کرس براون به هم د امپائرز پينل برخه وي٬ د پاکستان عليم ډار، آصف يعقوب، فيصل خان آفريدي، راشد رياض وقار به هم ذمه وارۍ ترسره كوي٬ دا ټول د پي سي بي د انټرنېشنل امپائرز برخه دي۔ د پي سي بي ايليټ پينل آف امپائرز عبدالمقيت، ناصر حسېن، طارق رشيد او ذوالفقار جان به هم د اېچ بي اېل پي اېس اېل په دې اېډيشن كښې امپائرنګ كوي۔ عليم ډار به په آخري ځل په اېچ بي اېل پي اېس اېل كښې امپائرنګ كوي۔ په ميچ ريفريز كښې به د آئي سي سي ايليټ پينل آف ميچ ريفري رنجن مدوګالے د سري لنكا خپل ملګري روشن مهاناما سره د مېچونو نګراني كوي٬ د دې نه علاوه د مېچ په نورو ريفريز كښې به علي نقوي او محمد جاويد ملك شامل وي٬ دغسې په ټورنامنټ كښې به افتخار احمد، اقبال شيخ او نديم ارشد هم آفيشلز وي