
اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د لوبو مېدانونه آباد ساتلو لپاره حكومت بشپړه هڅې كوي٬ بايد سياست د لوبو نه لرې وساتلے شي ٬ د ځوانانو په زړه پورې هلو ځلو ته ودې وركولو ته پام لرنه كوو ٬ حکومت ځوانانو ته د مخ په وړاندې تګ موقعې وركوي٬ پي ايس ايل څخه به قام د كركټ نه ښه خوند واخلي۔ د ګل په ورځ نيشنل کرکټ ګراونډ كښې د “رسجا اليون او د “يو کے ميډيا” ترمېنځه په دوستانه مېچ كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون په موقع ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير د ميچ ټولې انتظاميې ته مباركي وركولو سره ووئيل د لوبو هلې ځلې خوشبينه دي، د لوبو هلې ځلې چې څومره زياتې وي په ټولنه كښې به دومره بهتري راشي او په زړه پورې رويې به وده وكړي۔ ده ووئيل صحت مندو هلو ځلو سره به لوبې٬ كركټ او سپورټس مين سپرټ وده ومومي۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې انټرنېشنل كركټ سټېډيم ضرور پكار دے٬ په دې پلاننګ روان دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل ګټه او بېلات د لوبې برخه وي٬ د پاكستان كركټ ټيم زيات ټېلنټ لري٬ مونږ له هيله لرل پكار ده٬ د پاكستان لوبدلې په لويو لويو مقابلو كښې ګټه كړې ده٬ كه پاك پرودګار اوغواړي نو بهتري به راشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ةةئېل سياست د لوبې او لوبو نه لرې ساتل پكار دے دې كښې د لوبې او سياست دواړو عافيت دے۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) پخپل دور حکومت كښې د ټيلنټ هنټ پروګرام پېل كړے٬ په دې كښې د ډېرو لوبغاړو مرسته شامله وه٬ د مسلم ليګ (ن) قائد نواز شريف په دور كښې پېل كړے شوے پرائم منسټر يوتھ پروګرام وزيراعظم شهباز شريف مخ په وړاندې بيائي٬ ګرد هېواد څخه ټيلنټ رامخې ته كولو لپاره فعاله كردار لوبولې كېږي۔ ده ووئيل حكومت ځوانانو ته د مخ په وړاندې تګ موقعې وركوي، بايد سياسي ګوندونه، پرائيويټ او پبلک سيکټر په ګډه د لوبو ودې لپاره ټيلنټ هنټ كښې كردار ولوبوي۔ وفاقي وزير ووئيل نور ټيلنټ هنټ او يوتھ فيسټيول به كولې شي دغسې چې د ارشد نديم په ډول لوبغاړي رامخې ته شي٬ هاكي د لاسه وركړې شوې مقام به ترلاسه كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګرده نړۍ كښې سټيډيمز د ايسوسي ايشن د لارې د چلولو ماډل شتهژ هڅه به كوٶ چې د دې حل راوځي۔ ده ووئيل ډيپارټمنټل سپورټس بحالوٶ٬ په ماضي كښې ډيپارټمنټل سپورټس ختمېدو سره زياتره لوبغاړي بېروزګاره شوي٬ كله چې زمونږ د هاكۍ لوبډله په ايشيا کپ كښې د ښې كاركردګۍ نه وروستو هېواد ته راستنه شوه نو وزيراعظم دا سلسله بيا پېل كړه، ده ووئېل سپورټس ډيپارټمنټ ته وئيلي شوي چې د ماضي په لوبغاړو به هم د دې اطلاق كېږي٬ډيپارټمنټل سپورټس څخه به لويې لويې لوبغاړي رامخې ته شي٬ ده ووئيل د پي ټي وي کرکټ ټيم سليکشن په ميرټ شوے، شمائل حسېن د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې٬ د پي ټي وي مالي صورتحال د ډېرو چېنلو نه ښه دے٬ مونږ چيمپئنز ټرافي او ورلډ کپ نېغ په نېغه ښودلے۔ ده ووئيل په پي اېس اېل كښې ګردې نړۍ څخه لوبغاړي راځي او ټول قام به خپل خوښ لوبغاړي په اېكشن كښې اوويني، د اطلاعات وزير ووئېل پي اېس اېل كښې به مسابقتي کرکټ وي او دا به د پاکستان او کرکټ ګټه وي