
پېښور 07 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي صوبه دا مهال ترهګرۍ٬ د ګورننس خلاء او اقتصادي بحران سره مخ ده٬ بدعنواني او سياسي اونر شپ نه اخستل هم د صوبې په مسئلو كښې شامل دي،په صوبه كښې د ګورننس معيار ښه كولو لپاره د فنډز سپېځلې استعمال ډېر ضروري دے۔ ده دا خبره د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د پاليسي ريسرچ انسټيټيوټ تر سېوري لاندې په ”خېبرپښتونخوا كښې امنيتي او د ګورننس چيلنجز” په موضوع د سېمينار پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ دستورې ته د وېنا په مهال ګورنر ووئيل صوبه د ډېرې مودې راهسې ترهګرۍ سره مخ ده ٬ اګرچه امنيتي ځواكونو بلها قربانۍ وركولو سره امن بحال كړے خو خطر اوس هم په بشپړه توګه ختم نه دے٬ د فاټا انضمام نه وروستو په نوو ضلعو كښې د حکمرانۍ خلا، په بارډر جرائم، بدعنواني، او د سياسي بے دخلۍ عوامل اوس هم په شدت سره موجود دي۔ ده ووئيل په پولئيزو سيمو كښې موثره انتظامات، بين الاداري همغږي او تل پاتې پاليسي سازي ضروري شوې دغسې چې د ترهګرۍ او جرائمو خاتمه وكړې شي۔ ده په خاص توګه د اولسي فنډز په بدانتظامۍ د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل په تېره لسيزه كښې صوبه كښې پرمختيائي فنډز ناسمه استعمال شوے او د قانون سازۍ باوجود په زړه پورې نتيجې نه دي ترلاسه شوي ۔ ګورنر غوره حكمرانۍ له د پبلك اکاؤنټس کميټو لا موثره كولو، په آډټ رپورټس د اوپن كچهري تابيا او حكومتي احتساب له د بهتر نظام په ضرورت زور رواړو۔ ده ووئيل تر څو چې مالياتي نظم و نسق او سپېځلتيا باوري نه كړې شي د ښې حكمرانۍ خوب رښتيا كېدې نشي۔ ده هيله څرګنده كړه چې په اتحاد، عزم او په مشترکه حکمتِ عملۍ صوبه سولئيزه٬ سوكاله او پرمختللې جوړېدې شي