
پېښور 07 اپريل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي په ډيره اسماعيل خان كښې د فتنه الخوارج په ضد د امنيتي ځواكونو په كامياب عملياتو كښې د مطلوب 9 خوارجو په وژلو امنيتي ځوانوكو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ ګورنر د ترهګرو مطلوب مشر په وژلو پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د ترهګرو په ضد جنګ كښې ټول قام وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے٬ د ترهګرۍ خاتمې لپاره به زمونږ عزم غېر متزلزل وي۔ ګورنر ووئيل د ترهګرو خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو كلك عزم د ستائنې وړ دے