پېښور٬ د خېبر پښتونخوا داخله محكمې ته 62 غېر قانوني افغان وګړي هېواد څخه د ويستلو امر٬ مراسله جاري

پېښور 07 اپرېل (اے پي پي) د ګرد هېواد په ډول خېبر پښتونخوا كښې هم د غېر قانوني افغان وګړو د ويستلو لړۍ روانه ده ي په دې لړ كښې د خېبر پښتونخوا داخله محكمې ته 62 غېر قانوني افغان وګړي د هېواد څخه د ويستلو پرېكړه كولو او اړوندو ادارو ته په رسمي توګه مراسله استولې شوې ده۔ د صوبائي داخله وزارت لخوا د جاري مراسلې له مخې صوبائي پوليس٬ اېډيشنل آئي جي او کيپيټل سټي پوليس ته هغوي د هېواد څخهد ويستلو لپاره هدايات وركړے شوي۔ په مراسله كښې وئيلي شوي دا افغان وګړي به هم نن د طورخم بارډر د لارې افغانستان ته بېرته لېږلې شي٬ په مراسله كښې د امنيت ټېنګولو هم امر شوے او عبدالمجيد په دې اړه فوكل پرسن مقرر كړے شوے٬ پوليس، اسپيشل برانچ او کيپيټل پوليس ته د امنيت بشپړه ذمه واري وركړې شوې دغسې چې د ويستلو عمل په سوله ايز او موثره ډول بشپړ كړے شي