
نوے ډيلے 07 اپرېل (اے پي پي) د هند په اتر پرديش ايالت كښې مظلومو فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونې په توګه د فلسطين بېرغ هسك كولو په لړ كښې د بجلۍ محكمې يو مسلمان ملازم د نوكرۍ نه ويستلے شوے ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې چارواكو د اړوندې كمپنۍ په نامه مراسله كړې چې پكښې د فلسطين بېرغ هسك كولو پلو اشاره كښې په كنټرېكټ ملازم شکيب خان د هېواد دښمنه هلو ځلو كښې د ملوث پاتې كېدو تور لګولے شوے او د نوكرۍ نه د اخو كولو ورته امر شوے ۔ شکيب خان په سهارنپور ښار په كېلاش پور پاور سب سټېشن كښې په كنټرېكټ بهرتي ٶ