هری پور۔ 06 اپرېل (اے پی پی) د تربېلا جھیل په دلدل کښې د نښتې کشتۍ 130 مسافرو ته د نجات ورکولو عملیات ترسره شول، پولیسو د کشتۍ چلونکي اشخاص نیولی دي۔ د تفصيلات له مخې، د تربیلا جھیل چاندني پوائنټ ته نزدې د ښځو او ماشومانو اوړونكې یوه کشتۍ نښتې وه۔ د اطلاع ترلاسه كېدو سره د هري پور ډي سي په هدايت د اے سي هري پور رېسكيو 1122 ډله د پیښې ځايې ته ورسېده او ځينې مسافر يۍ رېسكيو بوټ ته منتقل كړل دغسې چې اضافي بوج كمولو سره كشتۍ حفاظت سره غاړې ته ورسولې شي۔ په کشتۍ کښې 130 مسافر ناست وو او په دې كښې ګنجائش د 70 كسانو ؤ۔ او دا د حفاظتي پروټوكول خلاف ورزي ده۔ رېسكيو عمليات بشپړ كېدو څخه وروستو مسافرو ته د خوراك څښاك څيزونه وركړې شول۔ پوليس ته هدايت وكړے شو چې هغه دې د كشتۍ چلونكي او په دې پېښه كښې ككړ نور كسان نيولو سره د هغوي په ضد كارروائي پېل كړي۔ د آپرېشن نګراني د هري پور اے سي امېر حمزه عباس وكړه۔ په آپرېشن كښې ضلعي انتظاميې ٬ رېسكيو 1122 ٬ پوليس او ريونيو سټاف برخه واخسته او ټول مسافر يۍ حفاظت سره رېسكيو كړل۔