ډي پي او سيالكوټ د غير قانوني افغانانو ويستلو انتظاماتو جاج واغست ٬ د امنيتي انتظاماتو فول پورف جوړولو هدايت

سیالکوټ۔6 اپرېل(اے پی پی) د سيالكوټ ډسټرکټ پولیس آفیسر(ډی پی او) فېصل شهزاد په هاكي اسټيډيم سيالكوټ كښې د غېر قانوني افغان وګړو ويستلو لپاره د شوو انتظاماتو جاج اغستلو سره د امنيتي انتظاماتو فول پورف جوړولو هدايت وكړو۔ د سيالكوټ پوليس وياند له مخې په دې اړه د ډي پي او سيالكوټ وېنا وه چې د غېر قانونی افغانانو د ويستلو انتظامات دې لا ښه كړې شي ٬ غېر قانوني افغانان په عزت سره خپل هېواد ته لېږلو له دې غوره انتظامات باوري كړې شي او دغسې د كوچنيانو ٬ مشرانو او مېرمنو دې احترام وكړے شي۔