په ملتان كركټ اسټيډيم كښې د پي ايس ايل 10 ميچونو فول پروف امنيت باوري كولو له موك ايكسرسائز

ملتان۔ 06 اپرېل (اے پی پی) د ملتان پوليس او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو لخوا د پي ايس ايل 10 په ملتان كركټ اسټيډيم كښې د كيدونكې ميچونو فول پروف امنيت باوري كولو او د كوم هم بېړني صورتحال مخنيوي لپاره موك ايكسرسائز وكړے شو۔ د پوليس وياند له مخې د ریجنل پولیس آفیسر (آر پی او) کېپټن (ر) اېم سهېل چودھری په هدايت د اتوار په ورځ په ملتان کرکټ اسټېډیم كښې د اېس پی کېنټ کائنات اظهر په مشرۍ كښې شوي موک اېکسرسائز كښې ملتان پولیس، پاک پوځ ، رېنجرز، بم ډسپوزل اسکواډ او د رېسکیو 1122 اهلکارو برخه واخسته۔ ټولو ادارو په ګډه د اسټيډيم او د دې د ټولو اړخونو امنيت باوري كولو له د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې اېس پی کېنټ کائنات اظهر ووئيل چې دا اقدامات مينه والو له محفوظ چاپېريال باوري كولو لپاره كولې شي۔ ده اولس ته خواست وكړو چې د كوم هم مشكوك سړي يا كارروايۍ اطلاع قانون نافذ كوؤنكې ادارې ته وركړي دغسې چې په وخت كارروائي وكړې شي۔ په موک اېکسرسائز كښې د ګډون كوونكو ټولو ادارو افسرانو او اهلكارو د دې عزم پخلے وكړو چې د پی اېس اېل 10 مېچونو په مهال فول پروف امنيت باوري كولو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پي اېس اېل 10 مېچونه 11 اپرېل څخه كيږي۔ په ملتان كركټ اسټيډيم كښې به د پي اېس اېل 10 پنځه مېچونه د شېډول له مخې په ترتيب سره په 22 ٬ 23 ٬ اپرېل ٬ 1 ٬ 5 او 9 مئي كولې شي۔