اسلام آباد۔5 اپرېل(اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) مرکزی لارښود او د وزيراعظم کوارډینېټر اختیارولی خان وئيلي دي چې د تحريك انصاف حكومتونه د پاكستان د تاريخ تر ټولو زيات كرپټ حكومتونه ثابت شوي دي۔ د ګنډاپور حکومت د کرپشن پخوانے ريكارډ مات كړو۔ د وزیراعلی علی امین ګنډاپور په بيان خپل غبرګون كښې اختيار ولي ووئيل تحریک انصاف د بېک ډور سازشونو د لارې په حكومت كښی راغلو٬ د پي ټي آئي باني نن هم د كومې چور دروازې په لټون كښې اسټېبلشمنټ سره خبرو له منتونه كوي۔ ده ووئيل پاک پوځ په كرپشن كښې ككړ د تحريك انصاف قيادت سره كښېناستو سره په خپله لمن داغ نه لګوي۔ ده ووئيل تحریک انصاف په 8 برخو كښې وېشلې شوې دې۔ ده ووئيل د بجلۍ په بيعو كښې كمي سره پاكستان خوشحاله او پي ټي آئي سره د تعلق لرونكو په زړونو دوره راغلې ده۔ ده ووئيل د وزیراعظم په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ په لوري روان دے۔