نيوزي لينډ پاكستان ته په 43 رنز ماتې وركولو سره په سيريز كښې كلين سويپ بشپړ كړو

ماؤنټ مونګانوئی۔5 اپرېل(اے پی پی) نيوزي لينډ په دريم او وروستي يو ورځني ميچ كښې پاكستان ته 43 رنز سره ماتې وركولو سره په سيريز كښې كلين سويپ بشپړ كړو۔ د باران له امله تاخير سره پېل شوے مېچ تر 42 اوورز محدود كړے شوے ؤ۔ نیوزی لېنډ لومړې بېټنګ كولوسره د 8 وكټونو په زيان 264 رنز جوړ كړل۔ رېس ماریو او مائیکل بریسویل نيمه نيمه سنچري سكور كړه۔ عاکف جاوېد 4 لوبغاړي آؤټ كړل۔ پاكستانۍ لوبډله د هدف په تعاقب كښې په 40 اوورز كښې 221 رنز جوړولو سره آؤټ شوه۔ بابر اعظم 50 رنز جوړ كړل۔بین سیئرز 5 وکټونه ترلاسه كولو سره د لوبډلې په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو۔ هغه د سيريز تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ د تفصیلات له مخې پاکستان ټاس ګټلو سره فيلډنګ پرېكړه وكړه كومه چې سمه ثابت نه شوه۔ نیوزی لېنډ لومړې بېټنګ كولوسره د 8 وكټونو په زيان 264 رنز جوړ كړل۔ رېس ماریو او مائیکل بریسویل نيمه نيمه سنچري سكور كړه۔ عاكف جاوېد څلور ٬ نسيم شاه دوه او فهيم اشرف او سفيان مقيم يو يو وكټ ترلاسه كړو۔ د پاكستان لوبډله د هدف په ترلاسه كولو كښې پاتې راغله۔ اوپنر امام الحق د اننګز په پېل كښې د بال په لګېدو انجري سره مخ شو۔ اے شفيق او بابر اعظم په اولني وكټ كښې 73 رنز جوړ كړل خو دغې څخه وروستو كوم پارټنرشپ جوړ نه شو۔ د پاكستان لخوا بابر اعظم 50 ٬ اے شفيق 33 ٬ عثمان خان 12 رنز ٬ سلمان آغا 11، کپتان د رضوان 37، فهیم اشرف 3، نسیم شاہ 17، وسیم صفر، طیب طاهر 33 او سفیان مقیم 2 رنز جوړ كړل۔ پاكستانۍ لوبډله د هدف په تعاقب كښې په 40 اوورز كښې 221 رنز جوړولو سره آؤټ شوه۔ بین سیئرز 5 وکټونه ترلاسه كولو سره د لوبډلې په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو۔ هغه د سيريز تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔