بټګرام كښې د جائيداد په شخړه 4 كسان مړه ٬ 5 ژوبل شول

بټګرام۔ 5 اپرېل (اے پی پی) د بټګرام ټكري كلي په چم سيداں سيمه كښې د جائيداد په شخړه د دوه ډلو ترمينځه د ډزو پېښې په نتيجه كښې 4 مړه ٬ 5 ژوبل شوي دي۔ د رېسكيو 1122 بټګرام وېنا ده چې د رېسكيو طبي ډله اطلاع ترلاسه كولو سره په سمدستي توګه د پېښې ځاې ته راورسېده او په حق رسېدلي او ژوبل شوي كسان يۍ ډی اېچ کیو روغتون بټګرام ته منتقل كړل۔ په حق رسېدليو كسانو كښې پلار ٬ زوے او ورور شامل دے۔ بټګرام پوليس دواړو اړخونو څخه مقدمې درج كوكولو سره د پېښې په اړه پلټنې پېل كړې دي۔ وروستو درې زيات ژوبل كسان نورو درملنو له ایوب میډیکل کمپلېکس اېبټ آباد ته روان كړې شول۔