د پاکستان کرکټ لوبډلې انتظاميې د بهرنيو مينه والو لخوا قامي لوبغاړو ته د سپكې وينا غندنه

ماؤنټ مانګانوئی۔5 اپرېل(اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډلې انتظاميې د بهرنيو مينه والو لخوا قامي لوبغاړو ته د سپكې وېنا غندنه كولو سره وئيلي دي چې بهرنيو د كركټ مينه والو په ګراؤند كښې د موجود پاكستاني لوبغاړو په اړه سپكه خله وكاروله۔ د پي سي بي وېنا ده چې د خالي په ورځ په ماونټ مانګانوئي كښې د سيريز وروستي مېچ په مهال بهرنيو مينه والو په ګراؤنډ كښې د موجود پاكستاني لوبغاړو په باره كښې ناوړه ژبه وكاروله۔ کرکټر خوشدل شاہ د پاكستان مخالف آوازونو په ويستلو بهرنيو مينه وال منع كړل۔ په منع كولو افغان مينه والو په پښتو ژبه كښې ناوړه ټكي ادا كړل۔ دوه افغان مينه والو خوشدل شاه ته د لاس اچولو هڅه هم وكړه۔ د پاكستانۍ لوبډلې په شكايت بهرني مينه واله اسټېډيم څخه بهر كړې شول۔