
لاهور۔4اپرېل(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر نواز شريف د بجلۍ په بيعه كښې په ريكارډ كمي كولو وزيرعظم شهباز شريف له مباركي وركړې۔ د جمعې په ورځ ده كورنيو او صنعتي صارفينو له د بجلۍ بيعې په كمولو د وزيراعظم او د هغه د ډلې ستائنه كولو سره ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف هڅو سره هېواد په سم لوري روان شوے دے۔ د بجلۍ ارزانېدو سره به اولس ته ريليف ترلاسه كېدو سره سره اېكسپورټ هم زيات شي۔ د مسلم ليګ (ن) په دور كښې تل اولس ته ريليف وركولې شي۔ ده ووئيل په ګرانۍ كښې پرله پسې كمې د مسلم ليګ نون د غوره پالېسيو ښكاره ثبوت دے۔ د بجلۍ په بيعه كښې كمي سره په هېواد كښې د ترقۍ نوې لارې پرانستلې شي ٬ ځوانانو له به د روزګار موقعې رامخې ته شي۔