لنډی کوتل ۔ 04 اپرېل (اے پی پی) په پاکستان كښې په غېر قانوني توګه د مېشته افغان وګړو د ويستلو ډېډ لائن ختمېدو څخه وروستو نن په دويمه ورځ هم د پنجاب او نورو ضلعو بېلو ښارونو څخه په رضاكارانه توګه د وتونكو په 12 ګاډو مشتمله د افغان كورنيو قافله په طورخم بارډر كسټم چارواكو كليئر كړه او دغې څخه وروستو طورخم بارډر څخه پورې غاړه تللو سره افغانستان ته ورسېده۔ د اسسټنټ کمشنر لنډی کوتل له مخې تر دې دمه ټول 30 كورنۍ د طورخم لارې افغانستان ته رسېدلې دي او په لنډي كوتل كښې حمزه بابا مزار ته نزدې د هولډنګ سنټر تعميراتي كار بشپړ شوے دے۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې پاكستان كښې مېشته تر 8 لکه 50 زره اے سي سي كارډ لرونكي به افغانستان ته لېږلې شي٬ دې لپاره په هولډنګ سنټر كښې د نادرا موبائل وېنز په شمول کسټمز او نورو ادارو له انتظامات بشپړ كړې شوي دي۔