د پښتو ژبې نوموړے كاميډين ميراوس خپل كلي كښې خاورو ته وسپارلے شو

اسلام آباد۔04 اپرېل(اے پی پی) د پښتو ژبې نوموړے كاميډين ميراوس په خپل كلي كښې خاورو ته سپارلے شوے٬ تېره ورځ هغه له اوږدې مودې ناروغتيا څخه وروستو په حق رسېدلے و۔ د جنازې په لمونځ كښې د سيمې ګڼ شمېر خلكو ګډون وكړو۔ دغې څخه وروستو نوموړے كاميډين ميراوس خپل كلي تنګي كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ ارواښاد ميراوس د خپلو ټوقو ټقالو او مزاح د لارې نه يوازې د هېواد دننه بلكې بهر هېوادونو كښې هم خپل مينه وال خندولو او محظوظ كولو سره يو ښه نوم پېدا كړے ؤ۔