ډېرہ اسماعیل خان۔۔04 اپرېل (اے پی پی) په ډېره اسماعيل خان كښې په سي پېك روډ د يو تند رفتار موټر كار اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې دوه ماشومان په حق رسېدلې او يو زيات ژوبل شوے دے۔ كوم چې په سمدستي توګه نزدے روغتون ته منتقل كړے شوے دے چرته چې د هغه حالت اندېښمن ښودلے شي۔ د تفصيلات له مخې دا پیښه په سي پېك روډ د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوه۔ ځايي كسانو او پوليس د پېښې ځايې ته رسېدو سره رېسكيو آپرېشن وكړو۔ د ژوبل شوي روغتون ته رسولو كښې ځائي كسانو مهم كردار ترسره كړو۔