
پېښور ۔ 03 اپرېل (اے پی پی) د پښتو نوموړے كاميډين ميراوس له اوږدې ناروغتيا څخه وروستو په حق ورسيد۔ د ميراوس شمار د پښتو شوبز انډسڼری د ټوقې ټقالو په نوموړو فنكارانو كښې كيږي۔ هغه د پښتو سټېج، تھېټر، رېډیو، ټېلی وژن سره سره په بې شمېرې سي ټي ډي ډرامو كښې د خپلو صلاحيتونو څرګندونه وكړه۔ دژوند په آخيري ورځو كښې هغه په يو وخت څو رنځونو سره مخ شو۔ د میراوس په حق رسېدو شوبز سره تړون لرونكو شخصياتو او د ارواښاد مينه والو د ژور غم او دړد څرګندونه كړې ده۔ د پښتو لېجنډ مزاحیه فنكار میرواس په كال 1955 كښې خېبر پښتونخوا چارسدې ضلعې په تنګي تحصيل كښې پېدا شوے ؤ۔ اصل نامه يۍ حيات خان وه۔ د 15 كالو په عمر كښې يۍ ټوقې ټقالې پېل كړې وې۔ د ده نزدې 766 آډیو کېسټس ريكارډ كړې شوي دي۔ ده په ټي وي هم يو شمېر مزاحيه شوز كښې برخه واخسته۔ دده د مزاحيه شاعرۍ او لطيفو يو كتاب’’خندا په ټوقو، ڼوقو‘‘ شائع شوې دې۔