پېښور۔ 03 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د لارې د غېر قانوني او بهرنيو وګړو خپل وطن ته د ستنېدو دويم پړاؤ پېل شوے دے۔ د زيارت په ورځ د داخله او قبائلي چارو څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې افغان سټیزن کارډ هولډرز ته د روان كال مارچ مياشتې تر 31 مې نېټې د وركړې شوي ډېډ لائن ختمېدو څخه وروستو د غېر قانوني بهرنيو وګړو خپل وطن ته د ستنېدو دويم پړاؤ د خېبر پښتونخوا د پولييزو ځايونو د لارې پېل شوے دے او د دې پړاؤ لاندې تر دې دمه 153 غېر قانوني بهرني وګړي بېرته لېږلې شوي دي۔ تېره ورځ د شورؤ په ورځ د دويم پړاؤ لاندې ټول 27 او د لومړي پړاؤ لاندې د طورخم بارډر د لارې 850 كسان ولېږلې شوو۔ د طورخم، انګور اډہ او خرلاچی پوليزو سيمو او سوست بارډر (چین) د لارې د روان اولني پړاؤ پروګرام لاندې تر دې دمه 477,434 غیر قانونی بهرني وګړي بېرته لېږلې شوي دي۔ په 2 اپرېل 2025 د اولني پړاؤ لاندې ټول 850 او د دويم پړاؤ لاندې 27 كسان ولېږلې شوو۔ د اولني پړاؤ لاندې د خېبر پښتونخوا پوليزو سيمو څخه 8,953 كسان ولېږلې شوو۔ د اولني پړاؤ لاندې 470,722 غیر قانونی او بهرني د طورخم د لارې ٬ 5,983 د انګور اډه د لارې او 698 د خرلاچي پوليزې سيمې لاره بېرته ولېږلې شوو۔ د غېر قانونی او بهرنيو وګړو خپل وطن ته د ستندو پروګرام (آئی اېف آر پی) د نومبر اولنۍ نېټې كال 2023 څخه نافذ دے۔