وېلنګټن ۔3 اپرېل(اے پی پی) د نيوزي لېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځني مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستے يو ورځنے مېچ د اپرېل په 5 مه نېټه په بے اوول، ماؤنټ مونګانوئی كښې كېږي۔ نیوزی لېنډ ته د پاكستان په ضد د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ كيوي لوبډلې په اولني مېچ كښې ګرین شرټس ته 73 او دويم كښې 84 رنز سره ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې كېوي لوبډلې د پاكستان په ضد د 5 ټي 20 مېچونو په سيريز كښې 1-4 سره بريا ترلاسه كړې وه۔ د يو ورځني مېچونو سيريز دريم او وروستې مېچ به د اپرېل په 5 مه نېټه سبا د جمعې په ورځ په بے اوول، ماؤنټ مونګانوئی كښې كولې شي۔