وزيراعلی سيد مراد علي شاه سره د بيلو هيوادونو سفيرانو ملاقات ٬ د اختر مباركي

کراچۍ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د سندھ وزيراعلی سید مراد علی شاہ سره د بېلو هېوادونو سفيرانو ٬ صوبې اعلی افسرانو ٬ د ګوند ټاكلې غړو ٬ عهدېدارانو او كارمندانو ملاقات وكړو او ده له يۍ د اختر مباركي وركړه۔ د نهې په ورځ وزيراعلی هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې د سندھ وزيراعلی سره ملاقات كوؤنكو كښې د ترکيه ، سعودی عربستان، عمان ، قطر، عراق، بنګله دېش، جاپان، ملائیشیا، انډونیشیا او افغانستان سفيران شامل وو۔ وزيراعلی له په نورو ملاقاتونو كښې سېنېټرز، د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو سعید غنی ،وقارمهدی ، مشیر نجمی عالم ، د صوبې اعلیٰ افسرانو ٬ چيف سېكرټري او آئي جي پوليس د اختر مباركي وركړه۔