د پاكستان او نيوزي لينډ ترمينځه دويم يو ورځنے ميچ سبا هيملټن كښې كيږي

هېملټن۔01 اپرېل (اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لينډ كركټ لوبډلو ترمينځه دويم يو ورځنے ميچ سبا د شورو په ورځ په 2 اپريل هيملټن كښې كيږي۔ كوربه لوبډلې ته د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ په نیپئر كښې شوي اولني مېچ كښې نیوزی لېنډ د پاكستان په ضد 73 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔ پاكستانۍ لوبډله به د رضوان او د نیوزی لېنډ لوبډله به د مائیکل بریسویل په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دريم او وروستے يو ورځنے مېچ به په 5 اپرېل ماؤنټ منګنوئی كښې كيږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې نیوزی لینډ دې څخه وړاندې په ټی 20 سیریز كښې پاكستان ته 1-4 سره ماتې وركړې وه