پاكستانۍ كركټ لوبډلې په هیملټن كښې د اختر لمونځ ادا كړو ٬ لوبغاړو يو بل له مباركي وركړه

هېملټن۔1اپرېل(اے پی پی) پاكستانۍ كركټ لوبډلې په هېملټن كښې د وړوكي اختر لمونځ ادا كړو۔ لوبغاړو يو بل له مباركۍ وركړه۔ په دې موقعه د كركټ مينه والو پاكستاني لوبغاړو سره عكسونه واخستل۔ په نیوزی لېنډ كښې موجود پاكستانۍ لوبډلې قام له د وړوكي اختر مباركي وركولو سره وئيلي چې د خوشحالۍ په دې موقع بايد د خپلې كورنۍ خيال وساتلې شي ٬ نور دې ځان سره خوشحالو كښې شريك كړی شي او يوه ښه ورځ بايد تېره كړې شي۔ د پی سی بی په سوشل میډیا پلېټ فارمز مختصر وېډيو كښې لوبغاړو قام له د اختر مباركي وركولو سره مهم پېغامونه وركړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پاكستان كركټ لوبډلې په هیملټن كښې د اختر لمونځ ادا كړو ٬ لوبغاړو يو بل له مباركي وركړه۔ د يادونې وړ ده چې د پاكستان او نيوزي لينډ كركټ لوبډلو ترمينځه دويم يو ورځنے ميچ سبا د شورو په ورځ په 2 اپريل هيملټن كښې كيږي۔ نيوزي لېند ته د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔