
اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ځوانانو له د آئي ټي فني تربيه وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده٬ د هواوے د آئي سي ټي د تربيې پروګرام سره به نه يوازې د آئي ټي صادرات زيات شي بلكې ځوانانو ته د كار فرصتونه ترلاسه كولو كښې به مرسته هم وشي۔ د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده دا خبره د هواوے چيف اېګزېکټو آفيسر ايتھن سن په مشرۍ كښې پنځه كسيزه پلاوي سره خبرو كښې وكړه٬ كوم چې د زيارت په ورځ دوي سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، د آئي ټي او ټېلي كام وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه، د اېچ اي سي چيئرمېن ډاکټر مختار احمد او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان ځوانانو ته د آئي ټي په څانګه كښې فني تربيه وركول د حكومت وړومبې ترجيح ده، هواوے سره كوټلې او د اوږدې مودې شراكت غواړٶ۔ ده ووئيل د هواوے د آئي سي ټي د تربيې پروګرام سره به نه يوازې د آئي ټي صادرات زيات شي بلكې ځوانانو ته د كار فرصتونه په ترلاسه كېدو كښې به مرسته هم وشي۔ په دې موقع وزيراعظم ته د هواوے تر انتظام لاندې درې لكه پاكستاني ځوانانو ته د آئي ټي په څانګه كښې د تربيې وركولو په اړه بريفنګ وركړے شو٬ دوي ته ووئيل شول چې په درې لكه ځوانونو كښې 2 لكه 40 زره ځوانانو ته د بنيادي نوعيت او 60 زره ته به د هائي ټېك تربيه وركولې شي او د روان كال تر پايې به د ټولو تربيه بشپړه شي٬ د تربيې د پروګرامز به تھرډ پارټي ويليډيشن كولے شي۔ د هواوے او د اېچ اي سي په اشتراك سره د پاكستان په پنځلس پوهنتونونو كښې د مصنوعي ذهانت، کلاؤډ کمپيوټنګ، بګ ډېټا او د سائبر سکيورټي كورسز معرفي كړې شوې دي