
اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف آئي اېم اېف سره په سټاف لېول لوظنامه د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې تنخواه دارو او عام وګړو بوجھ برداشت كړې ٬ د تېر كال په مقابل كښې تر اوسه 12 كهربه روپۍ اضافي وصول كړې شوې٬ هېواد اقتصادي ثبات ته رسولو له به د اوږدې مودې ستړې كول وي٬ مونږ له به خپل پورونه ختمول او پخپلو پښو ودرېدل وي٬ پاكستان به ډېر زره د لاسه وركړې شوې مقام به ترلاسه كړي٬ د رمضان پيکج په حواله د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د ډيجيټل والټ اجراء شوې٬ د پېكج له مخې 20 اربه روپو كښې 60 فيصده رقم وېشلې شوې دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شور وپه ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ د كابينې په غونډه كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د مور بخښنې لپاره دعا او فاتحه خواني هم وكړې شوه۔ وزيراعظم د وفاقي کابينې لخوا سرلښكر سره غمرازي او د خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د خاص مرستيالو پشمول د وفاقي كابينې د ټولو غړو هركلي كولو سره ووئيل آئي اېم اېف سره تېره شپه د عملې په كچه لوظنامه شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل زه د نائب وزيراعظم، د خزانې وزير او د نورو اړوند وزيرانو او چاروكو مننه كوم چا چې شپه او ورځ كار كړے٬ آئي اېم اېف سره په شوې لوظنامه كښې د سرلښكر هم كليدي كردار ٶ، د شپې او ورځې خوارۍ او د ټيم ورك په نيتجه كښې كاميابي ترلاسه شوې۔ وزيراعظم ووئيل آئي اېم اېف سره په لوظنامه كښې د اغيارو ناوړه چالونه ناكامۍ سره مخ شوي۔ ده ووئيل موجوده حکومت په سخت او په چېلنجنګ صورتحال كښې د يو ټېم ورك په توګه كار كړې او د حكومت د سټرو او هلو ځلو په سبب دومره زر دا هدف ترلاسه كول ممكن شوي ،د ترهګرۍ او ګرانۍ باوجود لوظنامه كېدل د حكومت د سنجيدګۍ عكاسي ده ٬ ټول قام د دې هدف په ترلاسه كولو كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔ ده د آئي اېم اېف په پروګرام كښې د صوبو د كردار هم ستائنه وكړه٬ ده ووئيل د ټولو نه وړاندې پنجاب قانون سازي وكړه او بيا پاتې ټولو صوبو هم د وفاق بشپړه مرسته كړې۔ وزيراعظم ووئيل د آئي اېم اېف پروګرام كښې د 1.3 اربه ډالرو آر اېس اېف هم شامل دے ۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان معيشت مستحكمولو لپاره دا ډېره لويه كاميابي ده۔ ده د آئي اېم اېف د کنټري ډائريکټر او د ھغه د ډلې د بشپړه مرستې هم مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې آئي اېم اېف تېر كال د 9 كھربه هدف ټاكلے ؤ ٬ روان كال د 12.9 ټریلین هدف ؤ٬ حكومت چې په يو كال كښې په دې لړ كښې كوم كار كړے دے هغه د ستائنې وړ دے٬ آئی اېم اېف چې كوم ریونیو هدف راكړے ؤ مونږ هغه زيات كړو او په دې لړ كښی د تنخواه دارې طبقې كردار د هېرولو نه دے٬ د محصولات په ترلاسه كولو كښې د تېر كال په مقابله كښې 26 فيصده زياتوالې خوشبين دے٬ ټېکس کولېکشن ټو جی ډی پی 10.8 ته راغلے دے او آئي اېم اېف 10.2 هدف ټاكلے ؤ٬ دغسې د ټېکس کولېکشن هدف يۍ 10.9 کھرب روپۍ ټاكلې ؤ۔ وزیراعظم ووئيل د هېواد معاشي استحكام منزل ته د رسولو په شا اوږدې ستړې دي۔ ده ووئيل زياته خواري كولو سره به د پاك پروردګار په فضل پاكستان ضرور پرمختګ وكړي۔ وزیراعظم ووئيل په عدالتونو كښې ټېكس مقدمو پسې د لګېدو له امله قامي خزانې ته 34 اربه روپۍ بېرته راغلې دي۔ ټریبیونلز څخه واخله تر سپريم كورټ د كھربونو روپو مقدمې په عدالتونو كښې دي۔ ده ووئيل د قانون وزارت ټېكس سره اړوندو مقدمو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ وزيراعظم ووئيل په اېف بی آر كښې ډیجټائزېشن سره اړوند اقدامات تندۍ سره روان دي٬ په فيس لېس انټرېكشن هم كار كيږي٬ ټریبونلز لپاره کارپورېټ لائرز، چارټرډ اکاؤنټنټس د چا په خوښه نا خوښنه بلكې د يو سسټم لاندے ټاكلے شي٬ په ټریبیونلز كښې د دوئي تعينات كولو له د سپريم كورټ جج په مشرۍ كښې سپېځلې نظام جوړ كړے شوے دے۔ وزيراعظم ووئيل د چينو د سېكټر مې پخپله د نګرانۍ كولو پرېكړه وكړه۔ ده ووئيل د تېر كال په مقابله كښېه سږ كال شوګر ملز سېکټر څخه تر دې دمه 12 اربه روپۍ ترلاسه شوي دي۔ شوګر ملز سېکټر څخه 60 اربه څخه د زياتو محصولاتو د ترلاسه كولو هدف دے۔ وزیراعظم ووئيل د سېمنټ او تمباکو په شمول هر يو سېكټر به اولس د ټېكس په دائره كښې شاملول وي۔ ده ووئيل هېواد ټېكس وركولو سره چلېږي٬ د قرضو په ترلاسه كولو دې خوشحالي ونكړې شي ٬ قرضې ختمولو سره په خپلو پښو به اودرېدل وي۔ ده ووئيل پاكستان به ډېر زره له لاسه خپل وركړے مقام ترلاسه كړي۔ وزيراعظم ووئيل امن پرمختګ لازم ملزوم دے٬ د ترهګرۍ ختمېدو او امن په ځائې كېدو سره د پرمختګ عمل مخ په وړاندې تللے شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي له امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ وزیراعظم ووئيل د رمضان پېكېج حوالې سره د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل ډیجیټل والټ اجراﺀ كړې شوې دې۔ د پېکېج لاندې مستحق وړګولو ته په سپېځلي توګه ريليف رسول زمونږ مقصد دے٬ د رمضان پېکج لاندې 20 ارب روپو څخه 60 فيصده رقم وېشلې شوې دې۔ په تېر وخت كښې به د يوټېلټي سټورونو دلارې چې كومه مرسته وېشلې شوه په هغې كښې ناقص او غېر معياري څيزونه به اولس ته وركولې شوو۔ اولس ته به شكايت ؤ نو ځكه دغه نظام ختم كړے شو۔ ده ووئيل د ډیجیټل والټ ماډل به نورو څانګو كښې هم معارفي كولې شي۔ وزیراعظم په زړه پورې خذماتو وړاندې كولو د صدر پاكستان لخوا ذوالفقار علی بھټو ته د نشان پاكستان وركولو ستائنه كولو سره ووئيل ذوالفقار علی بھټو سره چې په تاريخ كښې كوم زياتې شوې دې د هغې ازاله خو كېدې نه شي خو د هغه د خذمات اعتراف سره به د هغه روح ته سكون رسېدلے وي۔