بلوچستان اسمبلۍ د بلوچستان پبلك سروس كمېشن او نورو محكمو كښې اقليتونو لپاره هم د نمائندګي وركولو په اړه قرارداد منظور كړو

كوئټه 20مارچ(اے پی پی) بلوچستان اسمبلۍ د بلوچستان پبلك سروس كمېشن او نورو محكمو كښې د اقليتونو لپاره هم نمائندګي وركولو په اړه قرارداد منظور كړې۔د زيارت په ورځ اقليتي چارو پارليماني سېكرټري روي پهوجا بلوچستان پبلك سروس كمېشن او نورو محكمو كښې اقليتونو له هم د همائندګۍ وركولو قرارداد وړاندې كړو۔د قرارداد د متن له مخې په صوبه كښې ميشته اقليتونه د صوبې پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي٬ايوان د صوبائي حكومت څخه سفارش كوي چې په صوبه كښې بېلو محكمو كښې اقليتونو له هم نمائندګي وركولو لپاره عملي قادامات وكړي ٬ دې نه پس د بلوچستان اسمبلۍ اقليتونو له د پبلك سروس كمېشن او نورو محكمو كښې نمائندګي وركولو قرارداد منظور كړو