د پاكستان او نيوزي لينډ ترمينځه دريم ټي 20 نړيوال ميچ د جمعې په ورځ كيږي٬ کیویز ته په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده

آکلېنډ۔20 مارچ (اے پی پی)د پاکستان او نيوزي لينډ ترمېنځه په پنځه ټي ټونټي نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز درېم ټي ټونټي مېچ (سبا) د جمعې په ورځ په ايډن پارك آكلېنډ كښې كيږي۔ مېچ به د پاكستاني وخت له مخې 11 نيمې بجې پېل كيږي۔ كوربه لوبډلې ته د 5 مېچژنو په سيريز كښې د پاكستان په ضد د 0 -2 بريا ترلاسه ده۔ نيوزي لېنډ په اولني مېچ كښې پاكستان ته په 9 وكټونو او دويم مېچ كښې په 5 وكټونو ماتې وركړې وه۔ د پاكستانۍ لوبډبلې مشري سلمان علي آغا كوي۔ په پاكستانۍ لوبډله كښې شاداب خان، اېم حارث، عمیر بن یوسف، حسن نواز، عبدالصمد، عرفان نیازی، خوشدل شاہ، عباس آفریدی، اېم علی، شاہین شاہ آفریدی، حارث رؤف، سفیان مقیم، ابرار احمد، جهانداد خان اور عثمان خان شامل دے۔ د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه تر دې دمه 46 ټي ټونټي مېچونه شوي دي په كومو كښې چې پاكستان 23 او نيوزي لېنډ 21 مېچونو كښې كاميابي ترلاسه كړې ده او دوه مېچونه بې نتيجې پاتې شوي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دريم ټي ټونټي مېچ به په 21 مارچ ايډن پارک، آکلينډ، څلورم په 23 مارچ بے اوول، ماؤنټ مونګانوئي او د سيريز پنځم او وروستې مېچ به په سکائي سټيډيم، ويلنګټن كښې كېږي۔ د ټي ټونټي سيريز نه وروسته به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ون ډے مېچونو سيريز كيږي۔