د بنګله ديش او زمبابوے لوبډلو ترمينځه لومړۍ ټيسټ په 20 اپريل پيل كيږي

ډھاکه 18مارچ (اے پی پی) د زمبابوے او بنګله دېش د كركټ لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو د سيريز لومړۍ ټېسټ مېچ د اپرېل په 20 مه نېټه پېل كيږي۔ دا مېچ به 20 څخه تر 24 اپرېل په سلهټ انټرنېشنل کرکټ سټېډیم، سلهټ كښې كېږي۔ د بنګله دېش لوبډلې مشري به نجم الحسن شانټو كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوه مېچونو سيريز دويم مېچ به 28 اپرېل څخه تر 2 مئي ظهور احمد چوهدري سټيډيم ٬ چټوګرام كښې كيږي۔