وزيراعظم د كال 2025 د شجركارۍ كمپائن پيل كړو٬ ټول قام په خاص توګه ځوانان او كروندګر دې كمپاېن كښې زياته برخه واخلي: وزيراعظم شهباز شريف

APP16-190325 ISLAMABAD: March 19 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses the inaugural ceremony of Spring Tree Plantation campaign 2025. APP/MAF/TZD

اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كال 2025 شجرکارۍ كمپائن پېل كړے دے٬ د شجرکارۍ كمپائن په مهال به په څلورو واړو صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان كښې 4 كروړه 17 لكه بوټي نالولې شي ٬ وزيراعظم وئيلي چې پاکستان د موسمياتي بدلون د لاسه د نړۍ تر ټولو زيات ځپلې كېدونكو لس هېوادونو كښې شامل دے٬ اونې زمونږ د ماحول په ښه كولو كښې مرسته كوي، ټول قام په خاص توګه ځوانان او كروندګر دې د شجركارۍ په كمپاېن كښې زياته برخه واخلي۔ د شورو په ورځ د دستورې په مهال وزيراعظم بوټې نالولو سره د شجر کارۍ كمپائن پېل كړو۔ په دې موقع خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې د رحمتونو او برکتونو مقدسې مياشتې په مهال د شجركارۍ كمپائن پېل كړې شوې دې په دې مهال په څلورو واړو صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان كښې د 4 كروړه 17 لكه بوټي نالولو منصوبه ده چې پكښې بايد ټول قام په خاص توګه ځوانان او كروندګر زياته برخه واخلي۔ وزيراعظم ووئيل اونې زمونږ د ماحول په ښه كولو كښې مرسته كوي او شجركارۍ سره به رنځونو او ماحولياتي الودګۍ كښې كمې راشي٬ د تېرو څو كلونو په مهال د رامخې ته شوې موسمياتي بدلون له امله د شجركارۍ اهميت لا زيات شوے دے ځكه چې په نړۍ كښې موسمياتي بدلۍ رامخې ته كېږي٬ د كال 2022 سخت سېلاب د موسمياتي بدلون په سبب راغلے چې پكښې په لويه كچه تباهي شوې٬ د بده مرغه پاکستان د موسمياتي بدلون تر ټولو زيات ځپلې كېدونكو لس هېوادونو كښې شامل دے٬ حال دا دې چې د ګرين هاٶس ګېسز اخراج كښې د پاكستان برخه د نيشت برابر ده٬ دې لپاره ضرورت د دې خبرې دې چې زيات بوټي نال كړې شي٬ مونږ له د روژې بركتونو څخه جولۍ ډكول او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره شپه او ورځ كار كول پكار دي ۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي پاکستان به يو عظيم هېواد جوړېږي٬ د سرکاري دستاويزاتو له مخې د پسرلي موسم كال 2025 د شجركارۍ په مهال به په پنجاب كښې يو كروړ 28 لكه 70 زره٬ خېبر پښتونخوا كښې 26 لكه 33٬ زره سندھ كښې يو كروړ٬ بلوچستان كښې 20 لكه 62 زره، آزاد کشمير كښې يو کروړ يو لك 47 زره او په ګلګت بلتستان كښې د 40 لكه بوټو نالولو هدف مقرر كړے شوے دے۔ تېر كال د پشكال موسم شجركارۍ كمپائن په مهال 4 كروړه پنځه لكه 26 زره بوټي نال كړې شوي ٶ٬ د كال 2024 نه تر كال 2028 د ګرين پاكستان په پي سي ون عملدرآمد روان دے چې له مخې به ئې 945 ملين نوي بوټي نالولو سره سره د 2221 ملين موجود بوټو خصمانه لا ښه كولې شي او د ځنګلونو رقبه زياتولو لپاره به اقدامات كولې شي۔ دغسې كال 2019 نه تر كال 2025 د ګرين پاکستان پروګرام په مهال په 720.916 هېکټر رقبه بوټي نال كړې شوې دي٬ د سږني سيزن په مهال تمه ده چې د كيكر، شوې، سکھ چېن، پھلائي، چيړ، کيل، ديودار، پيپل، نيم بري، جامن، املي او چلغوزې په څير ګټور بوټي نال كړې شي