
اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كال 2025 شجرکارۍ كمپائن پېل كړے دے٬ د شجرکارۍ كمپائن په مهال به په څلورو واړو صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان كښې 4 كروړه 17 لكه بوټي نالولې شي ٬ وزيراعظم وئيلي چې پاکستان د موسمياتي بدلون د لاسه د نړۍ تر ټولو زيات ځپلې كېدونكو لس هېوادونو كښې شامل دے٬ اونې زمونږ د ماحول په ښه كولو كښې مرسته كوي، ټول قام په خاص توګه ځوانان او كروندګر دې د شجركارۍ په كمپاېن كښې زياته برخه واخلي۔ د شورو په ورځ د دستورې په مهال وزيراعظم بوټې نالولو سره د شجر کارۍ كمپائن پېل كړو۔ په دې موقع خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې د رحمتونو او برکتونو مقدسې مياشتې په مهال د شجركارۍ كمپائن پېل كړې شوې دې په دې مهال په څلورو واړو صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان كښې د 4 كروړه 17 لكه بوټي نالولو منصوبه ده چې پكښې بايد ټول قام په خاص توګه ځوانان او كروندګر زياته برخه واخلي۔ وزيراعظم ووئيل اونې زمونږ د ماحول په ښه كولو كښې مرسته كوي او شجركارۍ سره به رنځونو او ماحولياتي الودګۍ كښې كمې راشي٬ د تېرو څو كلونو په مهال د رامخې ته شوې موسمياتي بدلون له امله د شجركارۍ اهميت لا زيات شوے دے ځكه چې په نړۍ كښې موسمياتي بدلۍ رامخې ته كېږي٬ د كال 2022 سخت سېلاب د موسمياتي بدلون په سبب راغلے چې پكښې په لويه كچه تباهي شوې٬ د بده مرغه پاکستان د موسمياتي بدلون تر ټولو زيات ځپلې كېدونكو لس هېوادونو كښې شامل دے٬ حال دا دې چې د ګرين هاٶس ګېسز اخراج كښې د پاكستان برخه د نيشت برابر ده٬ دې لپاره ضرورت د دې خبرې دې چې زيات بوټي نال كړې شي٬ مونږ له د روژې بركتونو څخه جولۍ ډكول او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره شپه او ورځ كار كول پكار دي ۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي پاکستان به يو عظيم هېواد جوړېږي٬ د دې نه علاوه د پسرلي موسم كال 2025 د شجركارۍ په مهال به په پنجاب كښې يو كروړ 28 لكه 70 زره٬ خېبر پښتونخوا كښې 26 لكه 33٬ زره سندھ كښې يو كروړ٬ بلوچستان كښې 20 لكه 62 زره، آزاد کشمير كښې يو کروړ يو لك 47 زره او په ګلګت بلتستان كښې د 40 لكه بوټو نالولو هدف مقرر كړے شوے دے۔