
ډونيډن 18 مارچ (اے پي پي) د نيوزي لينډ كركټ لوبډلې پرله پسې په دوېم ټي ټونټي مېچ كښې پاكستان ته په پنځه وكټو ماتې وركولو سره د پنځه مېچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه كړې۔ د باران په سبب مېچ تاخير سره پېل شو او امپائرز مېچ تر 15 ٬ 15 اووز محددو كړو٬ د پاکستان لوبډلې وړومبي بېټنګ كولو سره په 15 اووز كښې د 9 وكټو په زيان 135 رنز جوړولو سره نيوزي لينډ ته د مېچ ګټلو لپاره د 136 رنز هدف وركړو كوم چې د نيوزي لېنډ ډلې په 13م اووز كښې د پنِځه وكټو په زيان ترلاسه كړو۔ دغسې د نيوزي لېنډ لوبډلې ته د نيشت په مقابله كښې د دوه مېچونو ګټلو بريا ترلاسه شوه