وزيراعظم به 19 نه تر 22م مارچ د سعودي عربستان سرکاري دوره کوي: خارجه دفتر

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف به 19 نه تر 22م مارچ د سعودي عربستان سرکاري دوره کوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوې دي چې د وزيراعظم د دورې مقصد دوه اړخيزه اړيكې قوي كول٬ اقتصادي مرسته زياتول او د دواړو هېوادونو ترمېنځه سرمايه كارۍ ته وده وركول دي۔ په پلاوي كښې به د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار پشمول وفاقي وزيران او لوړ پوري هم شامل وي ۔ د دورې په مهال به وزيراعظم سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان سره ملاقات كوي٬ د دواړو مشرانو ترمينځه ملاقات كښې به تجارت ته د ودې په وركولو ، په کليدي څانګو كښې د شراكتدارۍ په زياتولو او پراخه اقتصادي مرستې له د آسانو تګلارو په خپلولو د خيالاتو څرګندونه او غور كولې شي۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د شريكې خوښې او د اندېښنې وړ چارو په شمول نړيوال او سيمه پېشرفت په خاص توګه د غزه صورتحال او په منځني ختيز كښې رامخې ته شوي وضعې سره سره د اسلامي نړۍ مسئلې به هم په اېجنډا كښې سرفهرست وي۔ د بيان له مخې د وزيراعظم دا دوره د پاکستان او سعودي عربستان ترمېنځه ژورې تاريخي اړيكې په ډاګه كوي او دا دوره به د تفاهم زياتولو ، سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو او دوه اړخيزه٬ سيمه ايز او په نړيوالو معاملو د پراخه سفارتي رابطو لاره هواره كړي