د وزيراعظم په خيبر پښتونخوا كښې د فتنه الخوارج په ضد په كامياب آپريشن د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ستائنه

اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په خيبر پښتونخوا كښې د فتنه الخوارج په ضد د انټېلي جنس بېسډ كامياب آپريشن په كولو د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې قام هېواد لپاره په ځان قرباني كوونكو او د هغوي په كورنيو وياړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په خيبر پښتونخوا كښې د فتنه الخوارج په ضد د انټېلي جنس بېسډ كامياب آپريشن په كولو د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ستائنه كړې ده۔ وزیرِ اعظم په مهمند او ډېره اسماعيل خان كښې د 9 خارجيانو په وژلو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او اهلكارو پېشه ورانه صلاحيتونه وستائل۔ وزيراعظم په دې مهال په مړانه د جنګ كولو مهال د شهادت درناوي ترلاسه كوونكو حوالدار زاهد او سپاهی آفتاب علی شاہ ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ ده شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرۍ عفريت تر ختمولو به د دې په ضد جنګ روان ساتلے شي۔