لاهور۔15مارچ (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنیف عباسی د خالي په ورځ د سنټرل پولیس آفس رېلوېز دوره وكړه ٬ د رېلوے پوليس شهيدانو په يادګار يۍ د ګلونو څادر خپور كړو او د جعفر اېکسپرېس په شمول د رېلوے پوليس نورو شهيدانو لپاره يۍ فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع ده د ګران هېواد سلامتيا او سوكالۍ لپاره دعا هم وكړه۔ د دورې په مهال د رېلوے چیف اېګزېکټو آفیسر عامر بلوچ او د رېلوے پوليس آئي جي طاهر رائے هم ده سره ؤ۔ د پوليس يوې چټك ډلې وفاقي وزير ته سلامي وړاندې كړه۔ د رېلوے آئي جي وفاقي وزير ته د رېلوے پوليس مجموعي كاركردګۍ او امنيتي اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر د رېلوے پوليس د خذماتو ستائنه كولو سره دوئي ته د خپلې كاركردګۍ لا ښه كولو هدايات جاري كړل۔