د قازقستان اولنے نائب وزيراعظم رومن سكليار به د چين دوره كوي

بيجنګ 14مارچ (اے پی پی)د قازقستان اولنے نائب وزيراعظم رومن سكليار به د چين دوره كوي۔شنهوا له مخې د جمعې په ورځ د چين خارجه وزارت وياند وئېلي دي چې د قازقستان اولنے نائب وزيراعظم رومن سكليار د چين رياستي كونسل نائب وزيراعظم ډنګ ژو ژيانګ په بلنه د چين دوره كوي او دواړه لارښود به د مارچ په 18مه نېټه د چين –قازقستان كوآپرېشن كمېټۍ په ګډه مشري هم كوي۔