د دارالعلوم حقانیه او بنو ځانمرګې بريد كوؤنكو پېژندنه شوې ده: د كے پي كے آئي جي ذوالفقار حميد

پېښور۔ 14 مارچ (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا آئی جی ذوالفقار حمید وویل چې د دارالعلوم حقانیه او بنو ځانمرګې بريد كوؤنكو پېژندنه شوې ده۔ په پېښور کښې رسنیو سره په خبرو کښې ذوالفقار حمید وویل چې په نوښار كښې د دارالعلوم حقانیه او د بنو بریدونو پلټنې روانې دي٬ د دواړو بریدونو سی سي ټي وي ویډیوګانې ترلاسه شوې دي او ځانمرګې بريد كوؤنكي د اعضاﺀ په مرسته پیژندل شوې دي۔ آئی جی څرګنده کړه چې د بنو پېښه كښې کارول شوې موټرې هم تعقیب شوي دي۔ ده وویل چې په دې پېښه کښې بهرنۍ وسلې هم کارول شوې دي، مونږ د وسلو تعقیب کوو چې کوم هیواد نه او څنګه راغلې دي۔ ده زیاته کړه چې په کرم کښې حالات خرابوونكي 100 نه زيات ملزمان نيولې شوي دي۔ په کرم پېښو کښې اوس د ترورېزم عنصر هم پېل شوے دے، کرم اېجنسۍ لپاره یوه جلا تګلاره جوړه شوې ده، هیله لرؤ چې اوس به كومه بله پېښه نه رامخې ته كيږي۔ د آئی جی وېنا وه چې چې په نزدې وخت کښې به په کرم کښې تلپاتے امن په ځاېې كولو كښې كامياب شوو۔ ده ووئيل د سېف سټي پراجېكټ منظورې وركړې شوېده ٬ په يو څو مياشتو كښې به دا پراجېكټ ترسره شي