کوئټه۔ 13 مارچ (اے پی پی) په جعفر اېکسپرېس پېښه كښې د شهيد شوو 2 رېلوے ملازمينو د جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ د زيارت په ورځ د جعفر اېكسپرېس پېښه كښې د رېلوے محكمې شهيد شوو دوه ملازمينو کانسټېبل شمروز خان او کېرج اسټاف ممتاز د جنازې لمونځ په رېلوے هاکی ګراؤنډ كښې ادا كړے شو۔د جنازې په لمونځ كښې د پاکستان رېلوېز سېکرټری/ چیئرمېن سید مظهر علی شاہ ،آئی جی پاکستان رېلوے پولیس اېم طاهر رائے او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د رېلوے پوليس لخوا شهيد شوو ملازمينو ته ګارډ آف آنر هم وړاندے كړے شو۔