
اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې په جعفر ايكسپريس پيښه كښې زمونږ د وسله والو ځواكونو كارروائي د ستائنې وړ او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې يو مهم ګام دے٬ په بلوچستان كښې بحران د ايوب خان په دور كښې پېل شو٬ بلوچ سرداران د لوظنامې له مخې غرونو څخه بېرته رابللو سره په سولۍ كړې شول٬ د پاكستان په وجود زخمونه ايوب خان لګولې دي۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په بلوچستان كښې په جعفر اېكسپرېس د ترهګرو بريد او د امنيتي ځواكونو كامياب آپرېشن سره په اړوند صورتحال بحث پېل كولو سره د دفاع وزير خواجه آصف ووئيل چې په جعفر ايكسپريس پيښه كښې زمونږ د وسله والو ځواكونو كارروائي د ستائنې وړ او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې يو مهم ګام دے په كوم چې ټول قام وياړي۔ د دفاع وزير ووئيل په تېرو درې ورځو كښې رامخې ته شوې پېښې ٬ تش لاسې مسافر د قوميت په بنياد بيلول د غندنې او افسوس وړ دي خو دې څخه زياته د افسوس وړ رويه په سوشل ميډيا د پي ټي آئي پاتې شوې ده۔ د پی ټی آئی سوشل میډیا اکاونټس څخه ووئيلې شوو چې امنيتي ځواكونو مسافر خوشې كړې نه بلكې ترهګرو پرېښودلې دي۔ ده ووئيل تېره ورځ ليډر آف دي اپوزيشن په دے ايوان كښې مونږ ته د فارم 47 طعنه راكړې ده د چا نيكه چې په هېواد كښې اولنۍ مارشل لا ولګوله٬ زمونږ يو وارې مارشل لا حكومت سره رابطه پاتې شوه په كومه چې مو څو څو وارې معذرت كړے دے ٬ خو دې خلكو په خپل تېر وخت هېڅ معافي نه ده غوښتلې۔ د جمهوريت درس دې هغه وركړي څوك چې جمهوريت لپاره قربانۍ وركوي۔ تر كومې چې سياستدانان د خپلو 76 كالونو د تېروتنو اعتراف ونكړي مونږ مخ په وړاندې تللې نه شوو۔ ده ووئيل سرفراز بګټي خو د ترهګرو په ضد پرانستې تڼۍ ولاړ دے آيا د خېبر پښتونخوا وزيراعلی هم دغسې ولاړ دے٬ د سوات قصاب مسلم خان او محمود خان چا بېرته راوستل غوښتل٬ دا ټول قام ته معلومه ده٬ دا خلك جنرل مشرف سره هم ناست وو۔ تېره ورځ د مخالفې ډلې مشر د پي اے سي چيئرمېن او خپل چيئرمېنان قانوني او پاتې ټول غېر قانوني ګرځولي دي۔ ده ووئيل د بلوچستان په اړه چې دوئي كومې تبصرې كړي دي د هغې ځواب كول ضروري دي۔ ده ووئيل زه د يو شهيد جنازې ته لاړم د چا چې د واده 28 ورځې شوې وې۔ د هغه مور ماته ووئيل چې زما ځوئي به ماته ويل مور ما لپاره د شهادت دعا كوه٬ دا خلك د دغې شهيدانو په ضد هم خبرې كوي۔ دا خلك د اقتدار جنګ كولے شي خو د پاكستان د بقا او سلامتيا نه۔ ده ووئيل ډېره به ښه وه چې د مخالفې ډلې مشر اعتراف كړے وے چې معيشت په سم لوري روان دے۔ ده ووئيل نن يۍ وسله وال ځواك په نخښه كړې دے او حال دا دے چې عمران خان د مشرف په رېفرنډم كښې هغه سره ولاړ ؤ۔ دې خلكو جنرل باجوه ته د ټولو عمري اېكسټېنشن پېشكش هم كړے ؤ٬ دې خلكو بي اېل اے او ترهګرو ته د مسافرو د پرېښودلو كرېډټ وركړے دے٬ دا د ترھګرو ملګري دي ځكه هغوي ته كرېډټ وركوي۔ ده پوښتنه وكړه چې د اوجھړی کېمپ او حمود الرحمان کمېشن رپورټ خبرې دوئي ته په اقتدار كښې ولې يادې نه شوې۔ تر ټولو زيات آئي پي پيز د مشرف په دور كښی ولګېدل ٬ دغه وخت د مخالفې ډلې مشر وزير ؤ۔ په اسلام آباد كښې د پي ټي آئي آفيشل اكاؤنټ څخه ووئيلې شوو چې 100 كسان شهيدان شوي دي او وګړي ترهګرو پرېښودلي دي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې بحران د ايوب خان په دور كښې پېل شو٬ بلوچ سرداران د لوظنامې له مخې غرونو څخه بېرته رابللو سره په سولۍ كړې شول٬ د پاكستان په وجود زخمونه ايوب خان لګولې دي۔ دا خلك جعفر اېكسپرېس پېښه د سياست موضوع جوړوي٬ سوا له دې خلكو ګرده نړۍ پاكستان سره ولاړ ده۔ ده ووئيل د پاكستان صدر آئيني مشر دے د هغه خبره بايد اورېدلې شوې وه ٬ د هغه د تقرير بايد سياسي ځواب وركړے شوے ؤ۔ اوس دې خلكو ته رولز ياد شول۔ ده غوښتنه وكړه چې پي ټي آئي دې د پاكستان د سلامتيا او بقا جنګ وكړي ٬ د عمران خان د بقا نه