د پاكستان د اسرائيل لخوا په فلسطين كښې بشري مرستې او غزه ته د بجلۍ رسنې بندولو په سختو ټكو كښې غندنه

اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی) پاكستان د اسرائيل لخوا په فلسطين كښې د بشري مرستې او غزه ته د بجلۍ رسنه بندولو په سختو ټكو كښې غندنه كړی ده۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل مونږ د لوئيديزې غاړې او د غزه خلكو په ضد د اسرائيل پرله پسې بريدونه هم غندنه كوو د كومو په نتيجه كښې چې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول د يو شمېر بې ګناه ځانونو دړدېدلے زيان شوے دے۔ ده ووئيل په يو داسې وخت كښې چې كله فلسطيني اولس ته په بشري بنيادونو د مرستې فوري ضرورت دے ٬ داسرائيل لخوا د ملګرو ملتونو د ریلیف اېنډ ورکس ایجنسۍ (یو اېن آر ډبلیو اے) کارروايۍ ختمولو هڅې د نه قبلولو وړ دي۔ وياند ووئيل د ايو اېن آر ډبليو اے په شمول د مرستې ايجنسيو خپل مهم كارونه ترسره كولو څخه منع كول د اسرائيل بشري مرسته د وسلې په توګه كارولو او د فلسطيني خلكو د غېر انساني جوړولو منظم كمپائن برخه ده۔ ده په لوئيديزه غاړه او غزه كښې د دښمنۍ په سمدستي توګه د ختمولو غوښتنه كولو سره د وګړو د تحفظ او په فوري توګه ضرورتمندو ته د غېر محدود بشري مرستې رسولو په حاجت هم زور راوړو۔ وياند ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به په غزه كښې د فلسطيني وګړو په ضد د اسرائيل د نسل وژنې كمپائن ختمولو له ګام پورته كول وي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې اسرائيل د جنګي او د انسانيت په ضد جرمونو ځواب كوونكے وګرځوي