د سپيكر اياز صادق د جعفر ايكسپريس آپريشن كاميابۍ سره په بشپړ كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې

اسلام آباد۔13مارچ(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د جعفر اېکسپرېس آپرېشن كاميابۍ سره په ترسره كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د پاك پوځ او امنيتي ځواكونو د يرغمل شوو وګړو خوشې كولو كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د امنيتي ځواكونو او ځوانانو پېشه ور مهارت او د پوځ د سپه سالار د متحرك قيادت له امله جعفر اېکسپرېس آپرېشن له كوم زيان څخه غېر ترسره شو۔ يو ګران آپرېشن زيات مهارت سره ترسره كړے شو۔ ده ووئيل زمونږ اتلانو ځوانانو او افسرانو د مړانې څرګندونه وكړه۔ سپيكر د امنيتي ځواكونو د ځوانانو د ټرېن مسافرو په شهادت د غم دړد څرګندونه ٬ شهيدانو لپاره د بخښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده ووئيل د تش لاسې وګړو ځان او مال ته د زيان رسوونكو اسلام او هېواد سره هېڅ تعلق نشته۔ ده ووئيل حكومت او رياست په بې ګناه وګړو بريد كوونكو ته په هر يو محاذ د ماتې وركولو عزم لري