
اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه تجارتي حجم تر دوه اربه ډالرو رسولو لپاره د روډ ميپ د جوړولو په ضرورت زور راوړو دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف دا خبرې د ازبکستان سفير علي شېر تختائف سره په وزيراعظم هاؤس كښې كړې چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع وزيراعظم د ازبك سفير د لارې د ازبکستان صدر شوکت مرزيوف لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره تېره مياشت د تاشقند دورې په مهال په پخپله او د خپل پلاوي په مېلمستيا كولو د زړه د خلاصه مننه هم وكړه۔ وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په شوي شاندار پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه، چې پكښې د لوړې كچې د ستراتېژكي مرستې كونسل جوړولو سره سره په بېلا بېلو څانګو كښې په يو شمېر مهمو لوظنامو او د تفاهم په ياددښتونو لاسليك هم شوې۔ وزيراعظم ووئيل تاشقند څخه د راستنېدو نه وروسته ما د اړوند څانګو وزيرانو ته ذمه وارۍ سپارلې دي چې ھغوي دې د دورې په مهال په شوې پرېكړو په سمدستي توګه عملدرامد باوري كړي۔ ده په خاص توګه د كان كنۍ٬ د معدنياتو، د ريلوے (بشمول ټرانس افغان ريلوے پروجيکټ)، خاص اقتصادي زونز، بينکنګ، سېلګرۍ، كلتور او د تجديد وړاند توان كښې ازبکستان سره مرسته زياتولو كښې د پاكستان په دلچسپۍ رڼا واچوله۔ وزيراعظم د دوه اړخيزه تجارت حجم تر دوه اربه ډالرو رسولو لپاره د روډ ميپ د جوړولو په ضرورت هم زور راوړو٬ په كوم چې د دورې په مهال د دواړو مشرانو ترمېنځه سلا شوې وه۔ په دې موقع د ازبکستان سفير د نېكو هيلو په څرګندونه د وزيراعظم مننه كولو سره د صدر شوکت مرزيوف پاکستان سره د ازبکستان اړيكې قوي كولو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه بهترين سياسي اړيكې په شريكه توګه ګټورو اقتصادي اړيكو كښې د بدلولو عزم لري۔ ده دا هم ووئيل چې صدر مرزيوف د سږنې كال په پائې كښې د پاکستان د سرکاري دورې كولو په اړه د وزيراعظم بلنه قبوله كړې ده٬ كومې لپاره چې د نېټو په تعين د ډلو ترمېنځه خبرې اترې جاري دي