وزيراعظم سره د ازبکستان سفير علي شير تختائف وليدل

اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه تجارتي حجم تر دوه اربه ډالرو رسولو لپاره د روډ مېپ د تيارو په ضرورت زور راوړې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف دا خبره د ازبکستان سفير علي شېر تختائف سره په وزيراعظم هاٶس كښې كړې چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع وزيراعظم د ازبك سفير د لارې د ازبکستان صدر شوکت مرزيوف لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره تېره مياشت د تاشقند دورې په مهال په مېلمستيا كولو مننه هم وكړه