اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ په غونډه كښې د صدر مملکت آصف علی زرداری د پارلیمان شريكي غونډي ته په وينا د منني په تحریك بحث پېل شو۔د شورو په ورځ د قومی اسمبلۍ غونډه د چیئرپرسن عبدالقادر پټیل په مشرۍ كښې په پارلیمنټ هاؤس كښې پېل شوه۔ وفاقی وزیر طارق فضل چوهدري په ایوان كښې د صدر مملکت آصف علی زرداری په 10 مارچ د پارلمان شريكي غونډي ته په وينا د منني تحریك وړاندې كړو۔د قانون او انصاف وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ د دې تحریك تائید وكړو دې نه پس په دې تحریك باقاعدہ بحث پېل شو۔قومی اسمبلۍ كښې اپوزیشن لیډر عمر ایوب په صدارتی خطاب خپل بحث پېل كړو او د صدر مملكت د خطاب په بېل نكاتو ئې رڼا واچوله۔