د تير يو كال په مهال صوبائي حكومت په زړه پورې كاركردګي ښودلې ده: د خيبر پښتونخوا وزيراعلی

پېښور۔ 12 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې مونږ كله د اقتدار واګې په لاس واخستې نو په خزانه كښې د 15 ورځو تنخواه وه او اوس 150 اربه روبۍ سرپلس موجود دي۔ تر دې دمه د يو كال موده كښې صوبائي حكومت په زړه پورې كاركردګي ښودلې ده۔ د وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 27 مه غونډه وشوه په كومه كښې چې د صوبائي كابينې غړو سره سره چيف سېكرټري ٬ ايډيشنل چيف سېكرټري او اړوندو انتظامي سېكرټريز ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعلی ووئيل چې د تير يو كال په مهال صوبائي حكومت په زړه پورې كاركردګي ښودلې ده٬ چې مونږ كاله د اقتدار واګې په لاس واخستې نو په خزانه كښې د 15 ورځو تنخواه وه او اوس 150 اربه روبۍ سرپلس موجود دي۔ ده ووئيل مونږ كوم نوے ټېكس نه دے لګولے او نه مو د موجوده ټېكس په شرح كښې كومه اضافه كړې او ددې باوجود مونږ د صوبې په آمدن كښې 50 فيصده اضافه وكړه۔ ده ووئيل مونږ چې اقتدار ترلاسه كړو نو صحت كارډ بند شوے ؤ٬ مونږ يوازې دا نه چې دا مو بحال كړو بلكې دې كښې مو 30 فيصده اضافه وكړه۔ وزیراعلیٰ ووئيل كله چې زمونږ حكومت جوړ شو نو د 87 اربه روپو بقاياجات وو كوم چې مونږ ختم كړل٬ مونږ قرضونه ادا كولو له د 30 اربه روپو لګښت سره مېنجمنټ فنډ جوړ كړو۔ ده ووئيل مونږ په صوبه كښې صنعتونو ته ارزانه بجلي وركولو له د 18 اربه روپو په لګښت ټرانسمېشن لائن منصوبه پېل كړه، مونږ د سولرائزېشن فلیګ شپ منصوبه پېل كړې ده۔ ده ووئيل كله څخه چې مونږ حكومت جوړ كړے دے د تنخواه او پنشن ادائيګي يوه ورځ هم تاخير سره مخ شوې نه ده۔ ده ووئيل په يو كال كښې مونږ كومه قرضه اخستې نه ده او نه په مونږ كوم بقاياجات جوړ شوي دي۔ ده ووئيل پرمختيائي منصوبو لپاره د بېل كړې شوي فنډز جاري كولو سره سره مونږ د 30 اربه روپو نور فنډز جاري كوو۔ د ده وېنا وه چې د خېبر پښتونخوا جوډیشل آفیسرز ویلفیئر فنډ جوړولو په لړ كښې د ډرافټ بل، رېګی ماډل ټاؤن كښی جوډیشل اکېډمۍ جوړولو له زمكې لپاره فنډ ٬ صوبائي محتسب سېكرټرېټ كښی پوسټونه پېدا كولو له په بندېز كښی نرمي او په اېبټ آباد پبلك سكول كښې آډېټوريم جوړولو له د فنډز منظوري وركړې شوه۔ كابينې په كراچۍ كښې كېدونكې نېشنل ګېمز كښې ګډون كوؤنكو د خېبر پښتونخوا لوبغاړو له د فنډز منظوري وركړه۔ فېکلټی آف پېرامېډېکس اېنډ الائیډ هېلتھ سائنسز لپاره د سي اي او د تعيناتۍ منظوري وركړې شوه