د بلوچستان وزيراعلی په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه ٬ په جعفر اېكسپريس د ترھګر بريد په اړه د سختې كارروايۍ امر

کوئټه۔ 12 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبې امنيتي وضعې سره اړونده د اعلی كچې غونډه د شورو په ورځ په چیف منسټر سېکرټرېټ كښې وشوه په كومه كښې چې د اوسنيو ترهګر بريدونو او په خاص توګه په جعفر اېكسپرېس د ترسره شوي بريد حوالې سره بشپړ غور وكړے شو۔ په غونډه كښې داخله ایډیشنل چیف سېکرټری زاهد سلیم د …

کوئټه۔ 12 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبې امنيتي وضعې سره اړونده د اعلی كچې غونډه د شورو په ورځ په چیف منسټر سېکرټرېټ كښې وشوه په كومه كښې چې د اوسنيو ترهګر بريدونو او په خاص توګه په جعفر اېكسپرېس د ترسره شوي بريد حوالې سره بشپړ غور وكړے شو۔ په غونډه كښې داخله ایډیشنل چیف سېکرټری زاهد سلیم د جعفر اېكسپرېس پېښې په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ غونډې ته خپله وېنا كښې د بلوچستان وزير اعلی دا پېښه د نه زغملو وړ ګرځولو سره د سختې كارروايۍ امر وكړو۔ ده ووئيل ترهګر په يو انچ زمكه هم قابض پاتې كېدې نه شي۔ د داسې ترھګرو كارروائيو مقصد د متشدد چاپېريال تاثر رامخے ته كول دي خو رياست به دښمنان خپلو ناپاكه ارادو كښې كاميابېدو ته نه پرېږدي۔ ده ووئيل حكومت به بشپړ قوت سره د دوئي نوغې وباسي۔ ده ووئيل وخت راغلے چې هر ډول كنفيوژن څخه وتلو سره د ترھګرۍ په ضد بشپړ جنګ وكړے شي۔ ده ووئيل دښمن عناصر ته به به ھر يو محاذ ماتې وركولې شي۔ ده ښكاره هدايات جاري كړل چې د اولس تحفظ لپاره دې امنيتي ادارو ته هر ډول ممكنه وسائل وركړې شي او د ترهګرو د سهولت كارو په ضد دې هم سخته كارروائي وكړې شي۔ په غونډه كښې چیف سیکرټری بلوچستان شکیل قادر خان، پرنسیپل سېکرټری بابر خان، آئی جی پولیس معظم جاہ انصاری، آئی جی رېلوے پولیس رائے طاهر، ډی آئی جی کوئټه پولیس اعتزاز احمد ګورای او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔